شیخ محمد خالد (الحنفي) افغانستان کې د جاپان سفیر سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۵) د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) نن سه شنبه په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکویا تانیموتو سره ولیدل. شیخ محمد خالد (الحنفي) لومړی هغه ته ښه راغلاست و ویل او ورته زیاته یې کړه چې افغانستان […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۵) د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) نن سه شنبه په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکویا تانیموتو سره ولیدل.

شیخ محمد خالد (الحنفي) لومړی هغه ته ښه راغلاست و ویل او ورته زیاته یې کړه چې افغانستان او جاپان له ډير پخوا ښې اړیکې لري، اوس هم د ښو اړیکو هیله لرو.

ښاغلي تاکویا و ویل زمونږ د سفارت بیرته خلاصون د افغانستان سره تعهد ښودل دي، مونږ خپلې هلې ځلې دوامداره ساتو، د افغانستان امنیت د ټولې ځاېې لپاره مهم دی، مونږ غواړو اړیکې له سره ورغوو.
هغه زیاته کړه تاسو له وړاندې ویلي و، چې زمونږ مسئولیت د معاشرې اصلاح، د خلکو اخلاقي جوړښت، د مخدره موادو مخنیوی دی، خو د شکایتونو اوریدلو بخش زما لپاره ډير جالب دی او دا ډیره ښه ده.

سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) نوموړي ته په وضاحت کې و ویل ستاسو او زمونږ هیوادونه متاثر شوي دي، تاسو خپل هیواد ته ژمنتیا کې یوه نمونه یاست، مونږ هم همداسې اراده لرو به دغه برخه کې ستاسو همکاري ته اړتیا لرو، د یو هیواد ترقي ښې حکومتولي، ملت ته ژمنتیا او نړۍ سره تعامل پورې تړلي دي، چې مونږ دغو ټولو برخو کې ښه اراده لرو.
زمونږ د وزارت بنسټ د ټولنې د اصلاح لپاره ایښودل شوی، د سمع شکایات برخه مو د ولس لپاره ښه اسانتیا لري، د دې لپاره مو انلاين نمبرونه او نور سهولیات برابر کړي دي، غواړو ټولو خلکو ته یو ډول حقوق ورکړو او هر ډول تبعیض ختم کړو.