شبرغان کې امنیه قومنداني، د دوستم کور، ۱ پوسته او ګڼ کلي فتحه،  ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

تېره شپه ۱۰ بجې مجاهدینو د شبرغان ښار په څنډو کې په مزدور دښمن وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د جنبش د پخواني قومندان عزت الله او د قوشتېپې د ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۱۷ ګوډاګیان قتل، د مزدور قومندان یاسین جنبشي په ګډون ۲۱ تنه ژوبل شوي […]

تېره شپه ۱۰ بجې مجاهدینو د شبرغان ښار په څنډو کې په مزدور دښمن وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د جنبش د پخواني قومندان عزت الله او د قوشتېپې د ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۱۷ ګوډاګیان قتل، د مزدور قومندان یاسین جنبشي په ګډون ۲۱ تنه ژوبل شوي دي.

همداراز تر اوسه د یاد ولایت امنیه قومنداني، د پیر مزید، قرانکول، کوک ګنبد، عربخانه، یکه پته کلي او د مزدور قومندان محب الله پوسته په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته لوېدلي.

د یو بل راپور له مخې تېره شپه ۹ بجې یو ځل بیا مجاهدینو د سرپل بندر کې د عربخانې له طرفه، قبله شهر کې د پل خراسان له طرفه او د جغسای له طرفه د دوستم په قصر له ۳ اړخونو بریدونه ترسره کړل، چې په نتېجه کې یې د دوستم کور د مجاهدینو لاسته ولوېد. دغه رنګه خیرخانه او جغسای هم په مکمل ډول فتحه شول.

د راپور له مخې د شپې په بریدونو کې ۱۰ مزدور کمانډویان، عسکر او اربکیان وژل شوي، ۱۸ نور ژوبل شوي، ۲ ټانکونه ۱ زرهي موټر تخریب شوي، ۳ ټانکونه، ۲ رینجر، ۱ سه مرغ، ۴ پیکاوې، ۱ ایم فور، ۱ دشپې دوربین، ۲ ثقیلونه، ۱ هاوان، ۱ راکټ، ۲ دهشکې او ۲ موټره مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

 ‏۲۰۲۱‏/۸‏/۶