سیدحامد ګیلاني: له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) تیره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له ملي او روحاني شخصیت پیر سید حامد ګېلاني سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل. په دې لیدنه کې ښاغلي ګېلاني له سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک او زیاته یې کړه، اوسنی […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) تیره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له ملي او روحاني شخصیت پیر سید حامد ګېلاني سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

په دې لیدنه کې ښاغلي ګېلاني له سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک او زیاته یې کړه، اوسنی نظام اسلامي او د افغانانو نظام دی چې د رامنځته کېدو لپاره يې زياتې قربانۍ ورکړي دي.

هغه زیاته کړه، له اوسني نظام څخه د هېڅ ډول دندې او څوکۍ تمه نه لري او نه یې په تېر نظام کې دنده درلوده؛ خو ټینګار یې وکړ چې له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له محترم سید حامد ګېلاني څخه، له اسلامي امارت سره د هغوی له مرستو او همکاریو په مننې وويل، د ټولو افغانانو مشورې او وړاندیزونه ورته مهم دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، له ښاغلي ګیلاني غوښتنه وکړه چې خلک باید د نظام ملاتړ او حمایت ته را دعوت کړي