نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (چهارشنبه ۱۴۴۴/ذوالقعده ۱۸) د زابل کرنې ریاست مسؤلین وايي دا لومړی ځل دی چې زابل په دومره لوړه کچه د غنمو کلني حاصلات لري دوی وايي د تیر کال په پرتله د غنمو کرکیله زیاته او حاصلاتو کې يې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی. د زابل کرنې رییس مولوي عطاالله راشد باختر اژانس ته وویل، […]
الاماره (چهارشنبه ۱۴۴۴/ذوالقعده ۱۸) د زابل کرنې ریاست مسؤلین وايي دا لومړی ځل دی چې زابل په دومره لوړه کچه د غنمو کلني حاصلات لري دوی وايي د تیر کال په پرتله د غنمو کرکیله زیاته او حاصلاتو کې يې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی. د زابل کرنې رییس مولوي عطاالله راشد باختر اژانس ته وویل، د سږ کال ښه حاصل ورکولو په موخه یې تیر کال کروندګرو ته اصلاحي تخمونه او کیمیاوي کود توزیع کړی، چې د غنمو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
یو شمېر کروندګرو هم د خپلو حاصلاتو څخه د خوښي په څرګندولو سره وویل، د غنمو حاصلاتو اخیستلو وروسته په بازار کې د اوړو بیې د پام وړ ټیټې شوې او دولت ته پکار ده چې له هېواده د غنمو د قاچاق برخه کې مخینوی وکړ. د زابل د کرنې ریاست چارواکي وايي د غنمو ترڅنګ د دوی لومړۍ سروېګانې ښيي چې سږکال به دې ولایت کې بادام، انګور انځیر او نورې کروندې هم ښه حاصلات ورکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.