نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په هلمندکي دکرهڼي اُوبولګولو او مالدارۍ ریاست باختر آژانس ته وویل چي سږکال په هلمند ولایت کي د وچکالۍ اندېښنه له منځه تللې ده. داچي هلمند دنورو ولایتونو په پرتله یو زراعتي ولایت دی تېر کال یې د وچکالۍ له امله په حاصلاتو کي کمی راغلی وو چي کرونده ګر یې د وچکالۍ […]
په هلمندکي دکرهڼي اُوبولګولو او مالدارۍ ریاست باختر آژانس ته وویل چي سږکال په هلمند ولایت کي د وچکالۍ اندېښنه له منځه تللې ده.
داچي هلمند دنورو ولایتونو په پرتله یو زراعتي ولایت دی تېر کال یې د وچکالۍ له امله په حاصلاتو کي کمی راغلی وو چي کرونده ګر یې د وچکالۍ ترڅنګ دکښتو د امراضو او یو شمېر نورو ستونزو سره مخ کړي وه.
دهلمند دسیندیزي حوزې مسؤل قایم صاحب وایي
چي دسږني اورښتونو له امله دکجکي داوبو کاسه ۵۶ شپږ پنځوس متره او ۲۵ سانتۍ ته رسیدلې ده چي په ورځني ډول دوه تر درې سانتي متره پوري زیاتوالی کوي.
ده وویل که نور اورښتونه ونسي بیاهم په کجکي کاسه کي دومره اوبه جمعه سوي دي ترڅو د وچکالۍ مخه ونیسي.
نوموړي د تېرکال وچکالي داُوبو لګولو کمزوری مدیریت وباله.
همداراز دامراضو او افاتو دمخنیوي مدیر نجیب الله حکیمي د باخترآژانس خبریال سره دخبرو پر مهال وویل چي دنباتاتو د امراضو د مخنیوي په خاطر يې لازمي هڅي کړي دي ترڅو نباتات د امراضو څخه وژغورل سي.
حکیمي وویل موږ دنباتاتو لپاره وقایوي تدابیر نیولي دي چي په هره ربعه کي یې د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کي تطبیق کوو.
ده وویل چي زموږ د زیاتو هڅو په نتیجه کي چي خلګوته مو عامه پوهاوی ورکړی دامراضو مخه تر ډېره نیول سوې ده.
همداراز یوشمېر کرونده ګر د سږني اورښتونو څخه خوښي ښیي او وایي که نور اورښتونه وسي د دوبي د موسم دکښتونو لپاره به اوبه زیاتي او د ګرمۍ په موسم کي به کرنیزي ځمکي پرې خړوبي سي.
هېره دي نه وي چي دهلمند ولایت ۸۰ سلنه خلګ په کرهڼه بوخت دي او له دې لاري دخپلو بچیانو نفقه برابروي همداراز حاصلات يې په نړيوالو مارکيټونو کي ګرم بازار لري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.