نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د سېشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کي په سویل لوېدیځه حوزه کي د یونیسف نوي مشر «پرانسیس بوسکي بوټوچي» له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره تعرفي لیدنه وکړه، چي پرمهال یې د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني هم حضور درلود. د لیدني په پيل کي په سویل لوېدیځه حوزه […]
د سېشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کي په سویل لوېدیځه حوزه کي د یونیسف نوي مشر «پرانسیس بوسکي بوټوچي» له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره تعرفي لیدنه وکړه، چي پرمهال یې د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني هم حضور درلود.
د لیدني په پيل کي په سویل لوېدیځه حوزه کي د یونیسف نوي مشر «پرانسیس بوسکي بوټوچي» د خپل ځان او په سویل لوېدیځه حوزه کي د یونیسف د خدماتو په اړه بشپړ معلومات کندهار والي ته وړاندي کړل، چي زیاته یې کړه، یونیسف په سویل لوېدیځه حوزه کي د پولیو، پاکو اوبو رسولو، پوهني او ګڼو نورو برخو کي خپل خدمات د کوچنیانو او ښځو لپاره ترسره کوي.
وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی په سویل لوېدیځه حوزه کي د یونیسف نوي مشر «پرانسیس بوسکي بوټوچي» ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې د ولایتي ادارې په استازیتوب ورته د هرډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې ورڅخه وغوښتل، ترڅو یونیسف د کندهار ټولو ولسوالیو ته خپل خدمات وغځوي.
سېشنبه: ۱۴۴۳/۷/۶
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.