نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په سوډان کې د سیاسي کړکېچ له امله را ولاړو شویو لاریونونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۹۸ کسان ټیان شوي دي، دا لاریونونه تېره ورځ پلازمېنه خرتوم کې تر سره شوي، ویل کیږي ځینو لاریون کوونکو غوښتل ولسمشریزې ماڼۍ ته نږدې لاړ شي، امنیتي چارواکو د دوی د مخنیوي له امله پرې اوښکې […]
په سوډان کې د سیاسي کړکېچ له امله را ولاړو شویو لاریونونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۹۸ کسان ټیان شوي دي، دا لاریونونه تېره ورځ پلازمېنه خرتوم کې تر سره شوي، ویل کیږي ځینو لاریون کوونکو غوښتل ولسمشریزې ماڼۍ ته نږدې لاړ شي، امنیتي چارواکو د دوی د مخنیوي له امله پرې اوښکې بهونکی ګاز کارولی دی.
د سوډان د روغتیایي مرکز کمېټې په هغې اعلامیې کې چې د چهار شنبې په ورځ یې خپره کړه ویلي، چې تر اوسه ۹۸ لاریون کوونکي ټپیان شوي دي، بلخوا په سوډان کې د اروپايي ټولنې د ماموريت مشر ډانيل ويس په ځينو مواردو کې د مظاهره چيانو د ځپلو غندنه کړې ده.
د سوډان په پلازمېنه خرتوم او ځینو نورو ولایتونو کې د سې شنبې په ورځ د عامو ولسي وګړو لخوا پراخ لاریونونه تر سره شول، لاریونوالو د نومبر په ۲۱ مه د هغې سیاسي هوکړې پر ضد مظاهره کوله چې د خپلواکې شورا د مشر عبدالفتاح البرهان او رئیس الوزراء عبدالله حمدوک ترمنځ شوې وه.
پلازمېنه خرتوم کې زرګونو کسانو په لاریون کې برخه اخیستې وه او د هیواد په حکومتولۍ کې یې د پوځ د لاسوهنې غندنه کوله.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.