سوډان کې له ۲۵ کلونو وروسته امریکا خپل سفارت پرانیست

د ”الحدث نیوز“ د راپور پر بنسټ د سوډان پلازمېنه خرطوم کې له خورا اوږده ځنډ وروسته امریکا په رسمي توګه خپل سفارت پرانیست او ”جون ګوډفري“ یې د یاد سفارت لپاره د سفیر په توګه وګماره. دا له ۱۹۹۶ میلادي کال را وروسته لومړی ځل دی چې امریکا په سوډان کې د دیپلوماتیکو اړیکو […]

د ”الحدث نیوز“ د راپور پر بنسټ د سوډان پلازمېنه خرطوم کې له خورا اوږده ځنډ وروسته امریکا په رسمي توګه خپل سفارت پرانیست او ”جون ګوډفري“ یې د یاد سفارت لپاره د سفیر په توګه وګماره.

دا له ۱۹۹۶ میلادي کال را وروسته لومړی ځل دی چې امریکا په سوډان کې د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغونې په موخه خپل سفارت پرانیزي، د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د ”عمر البشیر“ تر ګوښه کېدو وروسته د امریکا او سوډان تر منځ د اړیکو د ښه کېدا څرک ولګېده.

هغه مهال امریکا په وار وار ویلی و، چې دوی په سوډان کې د دیمکراسۍ د بېرته را ستنېدو او د عادلانه انتخاباتو د تر سره کېدو کلک ملاتړی هیواد دی.

په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې په ”عمر البشیر“ تور پورې شو چې په دغه هیواد کې د یو شمېر نامسئوله وسله والو ډلو حمایت او ملاتړ کوي، چې له همدې امله د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې هم ترینګلې شوې.

د یادونې وړ ده چې په ۱۹۹۳ میلادي کال کې امریکې سوډان د ترهګرو هیوادونو په تور لېست کې شامل کړ، سوډان دوه کاله دمخه د عبد الله حمدوک له واکمنېدو مخکې لا هم په دغه لېست کې قرار درلود.

امریکا په ۱۹۹۶ میلادي کال کې خرطوم کې خپل سفارت معطل کړ، په راتلونکي ۱۹۹۷ میلادي کال کې چې هغه مهال ”بل کلنټن“ ولسمشر و، پر دغه هیواد ګڼ شمېر اقتصادي، مالي او تجارتي بندیزونه ولګول.

خو سوډان د ترهګرو له لېست څخه په ۲۰۱۹ میلادي کال کې هغه مهال ووت، چې امریکې له دغه هیواد سره خپلې مرستې پیل کړې او دا دی اوس یې هلته سفارت هم پرانیسته.