‏سوداګرۍ وزارت له ۱۱ موسسو سره، د ۷ میلیون ډالرو په ارزښت، تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۲۳ ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې دغه وزارت د شاوخوا ۷ میلیون ډالرو په ارزښت، له ۱۱ موسسو سره، تفاهم لیکونه لاسلیک کړل. ‏د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، دغه تفاهم لیکونه؛ د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د زیانمنونکو کورنیو، کوچنیو سوداګریو او […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۲۳

‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې دغه وزارت د شاوخوا ۷ میلیون ډالرو په ارزښت، له ۱۱ موسسو سره، تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
‏د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، دغه تفاهم لیکونه؛ د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د زیانمنونکو کورنیو، کوچنیو سوداګریو او پانګونو د ملاتړ، انلاین سوداګرۍ پراختیا او ځوانانو ته د کارموندنې برخه کې د خدمتونو وړندې کولو په هدف، لاسلیک شوي دي.