سنګین ولسوالۍ کي یو تن د موټرسایکل د غلا په تور ونیول شو

    نن د سنګین ولسوالي په جلا جلا سیمو کي د موټرسایکلونو د غلا دوې پیښي رامنځته سوې چي له جملې یې یو تن غل ونیول سو او په بل پسي څېړني رواني دي.   د غلو له جملې څخه لومړی تن شاجهان د رستم زوی نومیږي او د لښکرګاه ښار اړوند لښکري بازار […]

 

 

نن د سنګین ولسوالي په جلا جلا سیمو کي د موټرسایکلونو د غلا دوې پیښي رامنځته سوې چي له جملې یې یو تن غل ونیول سو او په بل پسي څېړني رواني دي.

 

د غلو له جملې څخه لومړی تن شاجهان د رستم زوی نومیږي او د لښکرګاه ښار اړوند لښکري بازار سیمي اوسېدونکی دی تېره ورځ یې د سنګین ولسوالۍ په شرافت بازار کي له یو کس څخه موټرسایکل غلا کړی وو چي د سیمي د مجاهدینو د اقدام په نتیجه کي ونیول سو.

 

دوهم تن غل چي د هلمند له دارالمعلمین څخه یې د یو تن هیوادوال موټرسایکل غلا کړی وو د سنګین ولسوالۍ په مېله کي یې پر بل کس پلورلی وو نن بیرته خپل خاوند ته وسپارل سو او په یاد غل پسي د مجاهدینو له لوري څېړني رواني دي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲ هـ ق