نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ورځ یک شنبه د یاد ولایت والي صیب مولوي محمد اسحاق اخندزاده په هڅه، زیار او هماهنګۍ د غزني مرکز اړوند قره باغي سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یوه GAz010 پایه چې څه باندي درې هفتې مخکي یې د فعالېدو چاري پیل شوې وې، تکمیل او په خپله برخه کې د خدماتو په […]
ورځ یک شنبه د یاد ولایت والي صیب مولوي محمد اسحاق اخندزاده په هڅه، زیار او هماهنګۍ د غزني مرکز اړوند قره باغي سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یوه GAz010 پایه چې څه باندي درې هفتې مخکي یې د فعالېدو چاري پیل شوې وې، تکمیل او په خپله برخه کې د خدماتو په وړاندي کولو یې پیل وکړ چې له امله یې د یادي سیمي اوسېدونکو ته د 3G انټرنیت آسانتیا برابره شوه. هېره دي نه وي چې: دیاد ولایت اړوند هغه ولسوالۍ چې مخابراتي شبکې پکې فعالي نه دي او یا یې هم اوسېدونکي په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي لکه ناوه، ګیلان، ګېرو، زنخان او دې ته ورته په نورو ولسوالیو کې به هم په نږدې راتلونکي کې چې په ځینو ولسوالیو کې په دې برخه کې سروې شوې او په ځینو نورو کې به په نږدې راتلونکي کې سروې وشي، ډېر ژر به پکې مخابراتي خدمات وړاندي او د اوسېدونکو به یې په دې برخه کې شته ستونزي حل او فصل شي.
۱۴۴۳/۷/۱۹ ۱۴
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.