نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د سعودي عربستان حکومتي سرچېنو ویلي، هغه عمره کوونکي چې د سعودي عربستان لخوا تصدیق شوی واکسین یې کړی وي، بغیر له کوم قرنطین څخه کولی شي د عمرې د اداء کولو سعادت حاصل کړي. په اعلامیه کې راغلي، هغو کسانو چې د نړیوالې روغتیایي ادارې لخوا منظور شوی واکسین یې لګولی وي، سعودي ته […]
د سعودي عربستان حکومتي سرچېنو ویلي، هغه عمره کوونکي چې د سعودي عربستان لخوا تصدیق شوی واکسین یې کړی وي، بغیر له کوم قرنطین څخه کولی شي د عمرې د اداء کولو سعادت حاصل کړي.
په اعلامیه کې راغلي، هغو کسانو چې د نړیوالې روغتیایي ادارې لخوا منظور شوی واکسین یې لګولی وي، سعودي ته په رسېدو سره سم به درې ورځې قرنطین کیږي له ۴۸ ساعتونو وروسته به یې د منفي کرونا ټیسټ کیږي او له هغه وروسته بیا کولی شي عمره اداء کړي.
د سعودي عربستان د مقاماتو لخوا ویل شوي، چې ټول هغه کسان چې غواړي دغه هیواد ته د عمرې د اداء کولو په موخه راشي، لازمي ده چې د خپلو هیوادونو لخوا یې واکسین تر سره کړی وي.
د یادونې وړ ده چې سعودي عربستان او یو شمېر نورو خلیجي هیوادونو د نوي کرونا ویروس د خپرېدو د وېرې له امله پر ۷ افریقایي هیوادنو د سفر بندیزونه ولګول، د نوي ویروس د وېرې له امله یو ځل بیا اندېښنې راولاړې شوې دي.
د سعودي عربستان حکومتي مقاماتو هم اوو هیوادونو ته پروازونه معطل کړي دي، په دغو هیوادونو کې جنوبي افریقا، نمیبیا، موزمبیق، زمبابوې او افریقایي هیوادونه شامل دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.