سرپل: د اوبو رسولو شبکې د جوړیدو چارې په ښه ډول روانې دي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د سرپل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر د یاد ولایت مرکز اړوند په خیر آباد کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له جریان څخه نظارت ترسره کړ. په دغه پروژه کې د سولر پمپ په سیسټم سره د ۱۰۰ متره ژورې څاه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د سرپل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر د یاد ولایت مرکز اړوند په خیر آباد کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له جریان څخه نظارت ترسره کړ. په دغه پروژه کې د سولر پمپ په سیسټم سره د ۱۰۰ متره ژورې څاه کیندل، د ۲۰ متر مکعب په حجم سره کانکریټي اوسپنې ذخیره جوړول او کور په کور د ۳۱۵ شیردهنونو جوړول شامل دي چې په بشپړیدو سره يې ۳۵۰ کورنۍ د څښاک صحي اوبو څخه برخمنې شي. یاده پروژه د سرپل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا او د یونیسف ادارې په مالي مرسته پلي کیږي.