زرنج ښار کې اته تنه د مخدره توکو د خرڅلاو په تور ونیول شول

  د لیندۍ ۱۳ م، د ربیع الثاني   د نیمروز د امنیه قومندانۍ د مخدره توکو په وړاندي د مبارزې مدیریت، له لورې هغه اته ونیول سوه، چې زرنج ښار کې یې مخدره توکي پر عامو خلکو خرڅولي.   ملا محمد جمعه “عثماني” د مخدره توکو په وړاندي د مبارزې مدیر رسنیو ته د […]

 

د لیندۍ ۱۳ م، د ربیع الثاني

 

د نیمروز د امنیه قومندانۍ د مخدره توکو په وړاندي د مبارزې مدیریت، له لورې هغه اته ونیول سوه، چې زرنج ښار کې یې مخدره توکي پر عامو خلکو خرڅولي.

 

ملا محمد جمعه “عثماني” د مخدره توکو په وړاندي د مبارزې مدیر رسنیو ته د خبرو پرمهال وویل، زرنج ښار کې اته تنه( پوري پلورنځي) مو ونیول، چې پر عامو ښاریانو یې توکي خرڅولي.

 

ښاغلي “عثماني” همداراز وویل، موږ پلان لرو، چې په راتلونکو کې د دې توکو اصلي سرچیني پیداکړو، ځکه نیول سوي تورن اته کسان روږدې/ معتادین دي اصلي سرچیني د همدغو په لاس د خرڅلاو په موخه مواد ورکوي.

 

ښاغلي عثماني زیاته کړه، چې نیول سوي توکي په لاندي ډول دي: شیشي، تریاک، هیروین، نشه لرونکي پیچکارۍ او د شیشي فیفونه.

 

په ورستیو کې د مخدره توکو په وړاندي د مبارزې مدیر پدې برخه کې د علماوو او عامو خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.