زرنج د نورو ولایتي مراکزو لپاره یوه ښه نمونه

زخمي افغانوړمه ورځ د نیمروز ولایت د مرکز زرنج واک طالبانو په لاس کې واخیست. د زرنج له فتحې یوه ورځ وړاندې طالبانو د دې ښار له څنګ سره د کنګ ولسوالۍ مرکز نیولی و. له دې وړاندې د نیمروز نورې ولسوالۍ هم د طالبانو تر تصرف لاندې راغلې وې. په زرنج کې میشت عسکر […]

زخمي افغانوړمه ورځ د نیمروز ولایت د مرکز زرنج واک طالبانو په لاس کې واخیست. د زرنج له فتحې یوه ورځ وړاندې طالبانو د دې ښار له څنګ سره د کنګ ولسوالۍ مرکز نیولی و. له دې وړاندې د نیمروز نورې ولسوالۍ هم د طالبانو تر تصرف لاندې راغلې وې. په زرنج کې میشت عسکر او یو شمیر چارواکي چې کله په دې پوه شول چې نور د ښار د تصرف ټول مقدمات بشپړ شوي. طالبانو لویې لارې او د ښار مضافات نیولي دي. د کابل ادارې کومکي ځواکونه نه شي کولای په مؤثر ډول د دوی ملاتړ وکړي. یوازې د هوایي بمبار په واسطه شاید د دوی بایلونکي واکمنۍ ته څو ورځې تکیه ورکړي. نو د دې په ځای چې په ښار کې وینې توییږي، خلک بې کوره کیږي، د لښکرګاه غوندې په مارکیټونو، روغتون، پوهنتون او عامه ولس میشتو سیمو باندې د امریکا او اشرف غني الوتکو ته د بمبار زمینه برابریږي او خبره فاجعې او قتل عام ته رسیږي. نو ښه دا ده چې د واقعیت بینۍ په اساس خپله ماته ومني او له ښار څخه پښې سپکې کړي.
په دې ډول د زرنج ښار کې ډیره کمه جګړه پیښه شوه، د اکثرو ولسوالیو د مراکزو په شان د دې ولایت مرکز هم د طالبانو لخوا تصرف شو. طالبانو ټولو ملکي مامورینو او له جګړې لاس اخیستونکو عسکرو ته عفو اعلان کړه او د ښار د ساتنې لپاره یې خپل مجاهدین وګمارل.
د زرنج له داسې فتح کیدلو څخه پراخ ملاتړ وشو. د نیمروز خلکو، د علماوو شوری او د زرنج ښاریانو له دې څخه ډیره خوښي وښوده. هغوی په ډلو ډلو راووتل او د بشپړ امنیت په فضا کې یې له طالبانو سره دفتحې خوښي ولمانځله. په ټولنیزو رسنیو کې چې د زرنج ښار کومې ویډیوګانې نشر شوي، هلته ښکاري چې په ښار کې جګړه او مرګ ژوبله نشته. بلکې خلک په ډلو ډلو راځي او په ډیره خوښۍ د طالبانو هرکلی کوي.
د افغانستان د نورو ولایتي مراکزو ښاریان باید د زرنج له تجربې په ګټه اخیستلو د کابل ادارې جنګ غوښتونکي چارواکي مجبور کړي چې په ښارونو کې د جګړې اور بل نه کړي. ځکه کله چې ښار په بشپړ ډول محاصره وي، د رسد او اکمال هیڅ لاره ونه لري. د عسکرو شمیر کم او مورال یې تر وروستي حده له منځه تللی وي. په دغسې صورت کې که یوازې د هوایي بمبار په واسطه د ولایت په ودانۍ او امنیه قومندانۍ د تصرف ساتلو لپاره په ښارونو کې د جګړې اور بل ساتل کیږي، دا د هیچا په ګټه هم نه ده. بلکې یوازې په بمبارونو کې د ښار ویجاړۍ او عامه تلفاتو ته زمینه برابریږي.
جنګ غوښتونکي چارواکي باید پرې نه ښودل شي چې له خپل بشپړ زوال مخکې له ولس څخه انتقام واخلي. دوی خو هسې هم له شکست او زوال سره مخامخ دي، نو هیواد، ملي شتمنۍ، ښارونه، د خلکو کورونه او عامه سرمایې دې له خاورو سره نه خاورې کوي.
دغه راز د اشرف غني دحکومت هغه چارواکي او عسکر چې په دې ملت او هیواد یې زړه خوږیږي، باید اجازه ورنکړي چې د هیواد ښارونه مو د څو هغو ټامیانو او غربګرایانو په امر برباد شي، چې خپله په افغانستان کې کور او ځای نه لري، بلکې کورنۍ یې په خارج کې دي او خپله هم د تيښتې اراده لري. هغوی نه له افغانستان سره کوم تړاو لري او نه یې ورباندې زړه خوږیږي، نو ځکه یې د بربادۍ لپاره فقط بهانې لټوي.