زابل: ۵۰ روغتیايي مرکزونو ته درمل او سون توکي لیږل کیږي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي چې د لیري پرتو ولسوالیو او سیمو روغتیايي مرکزونو کلینیکونو، لپاره د ژمي سړې هوا د مخنیوي لپاره، لرګي ګاز او درمل لیږل کیږي. د زابل د عامې روعتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي رسنیو ته وویل په ژمي کې د اورښتونو له امله هر […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي چې د لیري پرتو ولسوالیو او سیمو روغتیايي مرکزونو کلینیکونو، لپاره د ژمي سړې هوا د مخنیوي لپاره، لرګي ګاز او درمل لیږل کیږي.
د زابل د عامې روعتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي رسنیو ته وویل په ژمي کې د اورښتونو له امله هر کال له لیري پرتو سیمو او ولسوالیو سره لارې تړل کیږي په همدې موخه مو درمل او سون توکي چمتو کړي چې لیري پرتو ولسوالیو او سیمو ته يې واستوو.
د ده په وینا وړاندې هم لسو کلینیکونو ته درمل او اړین توکي لیږل شوي، چې د روغتیايي مرکزونو ډيره اړتیا به پوره او له ستونزو خلاص کړي.
زابل کې د ادا موسسې مشر ډاکټر نثار احمد وویل چې په دې توکو کې درمل او سون توکي شامل دي چې ټول لګښت يې ۱۷ میلیونه افغانیو ته رسیږي چې یونیسف نړیواله ادار يې ورکوي او تطبیق کوونکې يې ادا موسسه ده.
ښاغلي نثار احمد وویل چې ۲۰۰ خرواره لرګي، او ۳۴ ټنه مایع ګاز دې روغتیايي مرکزونو ته ورکول کیږي، چې ټول لګښت یې ۵ میلیونه افغانۍ دی، او همدارنګه د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ورته درمل چمتو شوي چې وابه ستول شي.