زابل: ۲۲تنه په نشه یي توکو روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنو ته ستانه شول

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د زابل د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه ۲۲ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان له شپږو میاشتو درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول. د زابل د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیر مولوي فیض محمد فیضاني […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د زابل د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه ۲۲ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان له شپږو میاشتو درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د زابل د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیر مولوي فیض محمد فیضاني وایي: یاد ۲۲ تنه په نشه یي توکو روږدي وو او تر درملنې وروسته نن خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

ښاغلي فیضاني وویل، تر اوسه د سلګونو په نشه يي توکو روږدو کسان درملنه شوې او لا هم په دې زندان کې لسګونه په نشه توکو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي، چې تر جوړیدو وروسته به خوشي کړل شي.