زابل کې پر دیوالونو او عامه لارو اختریز، سولییز او عامه پوهاوي پیغامونه او شعارونه ولیکل شول!

زابل کې پر دیوالونو او عامه لارو اختریز، سولییز او عامه پوهاوي پیغامونه او شعارونه ولیکل شول! یاد شعارونه او پیغامونه د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ښار په عامه لارو مشهورو ځایونو باندې د راتلوونکي کوچني اختر په مناسبت، سولې او خلګو ته د خپل فرهنګ د دود عامولو […]

زابل کې پر دیوالونو او عامه لارو اختریز، سولییز او عامه پوهاوي پیغامونه او شعارونه ولیکل شول!

یاد شعارونه او پیغامونه د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ښار په عامه لارو مشهورو ځایونو باندې د راتلوونکي کوچني اختر په مناسبت، سولې او خلګو ته د خپل فرهنګ د دود عامولو د پوهاوي په موخه ولیکل شول.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله حماد وایي یوه اونۍ مخکې یې د شل کلن اشغال د ختم، ازادۍ اخیستلو، اختریز، سولییز، او د خپل اسلامي او افغاني فرهنګ کلتور د پيژندلو په موخه پر دیوالونو او عامه لارو شعارونه او پیغامونه لیکل راپیل کړي وو چې نن تکمیل شول.

د ښاغلي حماد په خبره له دې څخه یې هدف عامه خلګ د ازادي خپلواکي په ارزښت پوهول، د خپل اسلامي او افغاني فرهنګ او کلتور سره اشنا کول او ټولو د امن او پوره امنیت درلودلو په موخه عامه پوهاوی ورکول دي، ترڅو د ځوانانو او خلګو سره د خپلواکۍ پالنې، ملت پالنې فکر زیات شي.

يو تن اوسیدونکی جلیل وایي خپل ورځني کاروبار ته په ګتو يې سږ کال کارونه رښتیا هم ښه شوي دي او د تیر کال په پرتله کوچني اختر ته خلګ خوشحال دي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه په مننه وایي چې دا ډول شعارونه او پیغامونه د خلکو د فکر جوړونې په برخه کې خورا اړین او په مټ یې د دوي اذهان مثبت لوري ته جوړیږي.

یو بل تن امین الله دا ډول پیغامونه تر خلګو رسول د عامه پوهاوي اغېزناکه لاره بولي، په خبره يې په دې سره په ځوانانو او خلګو کې د اسلام او وطن پالنې حس د قوي کیدو ترڅنګ د دې لامل کیږي چې خپل فرهنګ او کلتور په ښه ډول وپیژني.