زابل کې (١٥) هغه کسان ونیول شول چې د ښځو ویښتان يي د کورونو څخه رانیول!

  د ا.ا.ا د زابــل ولایت د شـکایاتو اوریــدولو ریـــاست رئیس مولوي جـــاویــد وایي هغه (١٥) محتسیبن یی نیولي دي چې د کورو څخه يې د ښځو ویښتان رانیول، په خبره يې دغه پنځلس کســان چې دننګرهار ولایــت د بهسود ولسوالي د سراچي د کلی څخه راغلي وو، دلته یې مرکز او شاوخوا سیمو کې […]

 

د ا.ا.ا د زابــل ولایت د شـکایاتو اوریــدولو ریـــاست رئیس مولوي جـــاویــد وایي هغه (١٥) محتسیبن یی نیولي دي چې د کورو څخه يې د ښځو ویښتان رانیول، په خبره يې دغه پنځلس کســان چې دننګرهار ولایــت د بهسود ولسوالي د سراچي د کلی څخه راغلي وو، دلته یې مرکز او شاوخوا سیمو کې دغه منکر عمل ترسره کوو چـی موږ کشف کــــړل.

په خبره یي دغو کسانو د ښځو ویښتان کیلو په ۴۰۰۰ افغاني اخیستل خو ونیول شول او ریاست ته راوستل شول، د ښاغلي جاوید په خبره توصیه ورته وشوه او د دغه منکر کار څخه مو بند کړل دوي هم وعده وکړه چې بیا به دغه منکرکار نه کوو.