زابل کې (١٢٠) تنه ښځینه او نارینه له حرفوي زدکړو څخه فارغ شول!

  یادې حرفوي زده کړې د چاپان هیواد په مالي لګښت د (WFP) موسیسې له لوري د (GKRO) په همکاري او د کار ټولنیز چارو ریاست په چوکاټ کې شپږ میاشتې مخکې د موبایل، مولید، کمپیوټر، برق، نلدواني او عصري خیاطي په برخه کې راپیل شوې وې. نن د یادو حرفوي زده کړو څخه د […]

 

یادې حرفوي زده کړې د چاپان هیواد په مالي لګښت د (WFP) موسیسې له لوري د (GKRO) په همکاري او د کار ټولنیز چارو ریاست په چوکاټ کې شپږ میاشتې مخکې د موبایل، مولید، کمپیوټر، برق، نلدواني او عصري خیاطي په برخه کې راپیل شوې وې.

نن د یادو حرفوي زده کړو څخه د فراغت مراسم په داسې حال کې تر سره شول چې پر مهال ييګې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، د کارټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالحکیم دانش، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله حماد، د پوهنيې رئیس مولوي محمد عثمان حریت،د دفتر رئیس احمد مختار شتون درلود.

مرستیال والي سلیمان اغا بهیر د مراسمو پر مهال وویل چې دا ډول زده کړې ځوانان او ملتونه په ځان بسیا کوي چې په مټ یې ځوانان نورو هیوادونو د تګ او نشه يي توکو پر ځای کسب او کار ته مخه کوي او له اړوندو موسیساتو څخه یې د داسې نورو حرفوي زده کړو غوښتنه وکړه.

ښاغلي بهیر ډاډ ورکړ چې فارغو شویو زده کوونکو ته به د وس تر بریده د کار کولو زمينه برابره کړي، هغه له فارغو شويو زده کوونکو څخه وغوښتل چې د خپل مسلک اړوند د نورو کسانو په روزلو کې مرسته وکړي او د ورکړل شوي امتیاز پر ځای خپل کسب ته زیاته ترجیح ورکړي.

د زابل د کار ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالحکیم دانش وویل چې له دغو شپږو حرفو څخه (۲۰) ښځینه او (۱۰۰) تنه نارینه فارغ شول چې دوئ ته اړونده سامانونه هم ورکړل شول.

ښاغلی دانش زیاتوي چې دوئ د (WFP) او (GKRO) موسیساتو سره په همکاري په مرکز او شاجوي ولسوالي کې په بېلابیلو برخو کې د (۴۰۰) ښځینو او نارینو لپاره د حرفوي زده کړو کورسونه په لاره اچولي، هغه زیاته کړه د دوئ لپاره بنیادي کارونه اړین دي او د حرفوي زده کړو پروژې بنیادي پروژي دي.

د (GKRO) موسیسې مسؤل حاجي محمد کریم پوپل وویل دا حرفوي زده کړې دوئ شپږ میاشتې مخکې د کار ټولنیزو چارو ریاست په همکاري راپیل کړې وې او نن دا دی پاي ته ورسیدې، په خبره يې د دې ترڅنګ يې په شاجوي او مرکز کلات کې يوه بله د حرفوي زده کړو پروژه هم پیل کړې ده چې پکښې (۴۰۰) تنه په بېلابیلو حرفو کې زده کړې کوي.

د دې حرفوي زده کړو يوه تن ښوونکي فیض جمالزاده وویل دغه ځوانان چې دلته یې زده کړې تر سره کړې ټولنې ته به په پوره ایماندارۍ خدمت کوي او له مسؤلینو څخه يې غوښتنه وکړه چې دغه زده کوونکو ته د کار زمینه برابره کړې.
يوه بل تن زده کوونکي وحید الله خیر خواه وویل خوښ دی چې له دې حرفوي زده کړو فارغ شو او په پوره صداقت او ایماندارۍ به د خپلې ټولنې خدمت وکړي.