زابل کې مالياتي اونۍ ولمانځل شوه

    مالياتي اونۍ چې نن د زابل مستوفيت له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، پر مهال يې د زابل مرستیال والي  ملا عبدالخالق عابد، امنیه قوماندان ایوب اخندزاده، د زابل مستوفي  مولوي نورالحسن محسن، د ټولو دولتي ادارو رئیسانو او آمرینو حضور درلود.   په غونډه کې د زابل مستوفي […]

 

 

مالياتي اونۍ چې نن د زابل مستوفيت له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، پر مهال يې د زابل مرستیال والي  ملا عبدالخالق عابد، امنیه قوماندان ایوب اخندزاده، د زابل مستوفي  مولوي نورالحسن محسن، د ټولو دولتي ادارو رئیسانو او آمرینو حضور درلود.

 

په غونډه کې د زابل مستوفي ښاغلي نورالحسن محسن د مالیاتو د ورکړې پر ارزښت خبرې وکړې او د مالیاتو د ورکړې دودول يې د هېواد د اقتصادي استقلال لپاره مهم وبلل، د دې ترڅنګ يې د ټولو دولتي ادارو له مسئولینو څخه هیله وکړه چې د مالیاتو په راټولولو کې دي د  مستوفیت ریاست سره همکاري وکړي.

 

په خبره يې که مسؤلین د مالیاتو په راټولولو کې عامه پوهاوی تر سره کړي نو دا به د مالیاتو په جمع کولو کې ستر رول ولري او خلګ به د مالیاتو د ورکولو په ارزښت پوه شوي وي.

 

د زابل مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد هم د مالیاتو د ارزښت په اړه وینا وکړه او د مالیاتو ورکړه یې د ټولو ملي مسؤلیت وباله.

 

هغه زیاته کړه موږ بايد د خود کفايي په لوري ولاړ شو او بايد ټول په پوره ژمنتيا سره نظام ته ماليه ورکړو، ځکه ماليه ورکول د نظام بودیجه غني کوي او هېواد د ځان بسياينې په لوري بایي.

 

په غونډه کې امنیه قوماندان ایوب اخندزاده وویل چې عواید او مالیات د یوه هیواد د پرمختګ آبادۍ او پر ځان بسیاینې لپاره تر ټولو مهم کار دی، چې باید ټول په دې برخه کې زیات کوښښ وکړو.

 

یاده مالیاتي اونۍ په داسې حال کې په زابل کې ولمانځل شوه، چې  په ټول هیواد کې دا ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.