زابل  کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

  دا کمپاین ددي ولایت د عامي روغتیا د ريس  مولوي ګل محمد احمد او اطلاعاتو او فرهنګ ريس ملا حمدالله فطرت   په لاسونو دوه  ماشومانو ته په دوه څاڅکي واکسین ورکولو سره پیل سو چي ورسره یو شمیر نور د پولیو ضد کمپاین همکارو مسؤلینو هم برخه درلوده.   د عامې روغتیا ریس مولوي […]

 

دا کمپاین ددي ولایت د عامي روغتیا د ريس  مولوي ګل محمد احمد او اطلاعاتو او فرهنګ ريس ملا حمدالله فطرت   په لاسونو دوه  ماشومانو ته په دوه څاڅکي واکسین ورکولو سره پیل سو چي ورسره یو شمیر نور د پولیو ضد کمپاین همکارو مسؤلینو هم برخه درلوده.

 

د عامې روغتیا ریس مولوي ګل محمد احمد  په خوښۍ څرګندولو سره وویل چي یاد کمپاین د اسلامي امارت د حکم مطابق مسجد پر مسجد تطبیقیږي؛ چې په ترڅ کې به يی (۱۵۰۰۰۰) تر پنځه کالو کم عمره ماشومان واکسین سي.

 

ښاغلي مولوي ګل محمد احمد له ټولو ولادینو څخه غوښتنه وکړه؛ چې د واکسین د ټیمونو سره همکارې وکړي او خپل ماشومان پر وخت اړوندو مسجدونو ته حاضر کړي؛ ترڅو يي ماشومان له دې وژونکې ناروغې څخه خوندي ساتل سوي وي.

 

 

دعامي روغتیا ریس دغه راز دنړیوالو روغتیايي بنسټونو غوښټنه کوي، چې ددې ولایت دغریبو اوسیدونکو لاسنیوي وکړي او دهغوي سره دي دروغتیا په برخه کې لا ډیره همکاري وکړي.