زابل کې د پولیو ضد واکسین د پیل افتتاح وشوه

  د افتتاح دغه مراسم د زابل ولایت د کوچیانو په آمریت کې (۲) ماشومانو ته د واکسین د (۲) څاڅکو په ورکولو سره په داسي حال کې تر سره شول چې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، رئیس دفتر ملا احمد مختار، د زابل ښاروال مولوي لطف الله لطیفي، د نورو دولتي ادارو […]

 

د افتتاح دغه مراسم د زابل ولایت د کوچیانو په آمریت کې (۲) ماشومانو ته د واکسین د (۲) څاڅکو په ورکولو سره په داسي حال کې تر سره شول چې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، رئیس دفتر ملا احمد مختار، د زابل ښاروال مولوي لطف الله لطیفي، د نورو دولتي ادارو رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان ولایتي استازي ډاکتر محمد عمر وردګ، د ولایت علماء او د عامي روغتیا مسؤلینو حضور درلود.

په پیل کې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر د پولیو/ ګوزڼ ضد واکسین د ماشومانو د دايمي فلج کیدو د مخنیوي لپاره زیات اړین یاد کړ او زیاته يې کړه چې ا.ا.ا هڅه دا ده، ترڅو په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي.
ښاغلي سلیمان اغا بهیر ماشومانو ته د واکسین په رسولو کې د کورنیو مسولین، دیني عالمان، قومي مشران هم مسؤل وبلل او پر ټولو خلکو یې غږ وکړ چې د ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره دې د واکسین په تطبیق کې همکاري وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ولایتي استازي ډاکتر محمد عمر وردګ وویل چې د ا.ا.ا په راتګ سره په ټولو سیمو کې امنیت دی او موږ کولای شو چې لرې پرتو سیمو ته روغتیایي فعالیتونه ورسوو او د ولس خدمت وکړو.

ښاغلي وردګ وویل چې ددې (۳) ورځني کمپاین په ترڅ کې به (۱۵۰۰۰۰) ماشومان چې عمر يې تر (۵) کلنۍ کښته وي د (۱۵۰۰) رضاکارانه پرسونل له لوري واکسین شي.

د زابل د يونسیف استازی نورالله استاد د ګوزڼ ترڅنګ د لسو نورو ویروسی ناروغیو او د واکسین د تطبیق په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل او له ټولو څخه يي غوښتنه وکړه چې ددې کمپاین په تتطبیق کې ورسره همکاري وکړي.