زابل کې د نیالګیو ایښودلو کمپاین پیل شو!

  یاد کمپاین د ښاروالي ریاست له لوري پیل شو چې پر مهال يي د زابل ښاروال مولوي لطف الله لطیفی د ملي رادیو تلویزیون آمر ګذر وکیلانو، ځوانانو او د رسنیو استازو حضور درلود. د کمپاین پر مهال مولوي لطف الله لطیفي وویل زابل یو کرهڼيز ولایت دی چې هوا یې د هر ډول […]

 

یاد کمپاین د ښاروالي ریاست له لوري پیل شو چې پر مهال يي د زابل ښاروال مولوي لطف الله لطیفی د ملي رادیو تلویزیون آمر ګذر وکیلانو، ځوانانو او د رسنیو استازو حضور درلود.

د کمپاین پر مهال مولوي لطف الله لطیفي وویل زابل یو کرهڼيز ولایت دی چې هوا یې د هر ډول مثمېرو او غیرې مثمېرو ونو لپاره برابره ده چې سږ کال به د قلات ښار په ټولو ډیری هغه ځایونو کې چې ونې شتون نه لري مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نيالګي کښېنول شي.

ښاغلي لطیفي په خپلو خبرو کې د نیالګیو د اېښودلو په ارزښت هم خبرې وکړې او ويې ویل چې نیالګی له هره اړخه د لوی ارزښت لرونکي دی، د طبیعت د ښکلا او سمسورتیا ترڅنګ يي پر مټ هوا او چاپیریال پاکیږي، نو له هر هیوادوال په خاص ډول د قلات ښار له اوسېدونکو څخه يې هیله وکړه څو یو نیالګی د ځان او بل د هیواد د سمسورتیا لپاره کینوي او پالنه يي وکړي.

بل خوا ددې ولایت اوسیدوونکي په یاد کمپاین خوش دی او وايی چې نوي نیالګي پالنه غواړي چې دا یواځي د ښاروالي مسؤلیت نه دي بلکی د هر هیوادوال مسؤلیت دي چې دې برخه کې د اړوندو ارګانونو سره پوره همکاره شي دوی ډاډ ور کړ چې هڅې به کوي ترڅو د نویو ایښودل شویو نیالګیو پوره پالنه وکړي ترڅو تری وچ نشي.