زابل کې د مرحوم امیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهد رح مقبره پیدا او وښودل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۱) یاد مراسم چې نن د زابل ولایت د سیوري ولسوالي په عمرزو کلي کې تر سره شول پر مهال یې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، دفاع وزیر ملا یعقوب اخوند، داخله وزیر سراج الدین حقانی، زابل مرستیال والي سلیمان اغابهیر، د مرحوم ملاصاحب د کورنۍ غړو، د سیمي مشرانو او علماء […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۱) یاد مراسم چې نن د زابل ولایت د سیوري ولسوالي په عمرزو کلي کې تر سره شول پر مهال یې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، دفاع وزیر ملا یعقوب اخوند، داخله وزیر سراج الدین حقانی، زابل مرستیال والي سلیمان اغابهیر، د مرحوم ملاصاحب د کورنۍ غړو، د سیمي مشرانو او علماء حضور درولود.

کله چې امریکایی اشغالګرو پر افغانستان یرغل وکړ، نو لوی ملاصاحب د زابل ولایت په سیوري ولسوالي د عمرزو په کلي کې د ملاجبار عمري په کور کې استوګنه شو چې دا ځای په هغه وخت کې د امریکایانو له یوې لویې هډې څخه دوه کیلومتره واټن درلود، خو بیا هم امریکایان په دې ونه توانیدل چې لوی ملاصاحب پیدا کړي.
نوموړي له همدې ځای د اشغالګرو او د دوي د ملکرو پر وړاندي مبارزه پیل کړه ترڅو همدلته وفات شو او د ملاجبار عمري د کورنۍ له خوا په همدې کلي کې په یوه دښته کې دفن شو چې بغیر د ملاجبارعمري له کورنۍ بل هیڅ چاته یې تر اوسه معلومات نه ول.

نن ورته د ا.ا.ا لوړ رتبه چارواکي د مرکز کابل څخه ورته راغلي ول چې د زیارت کولو ترڅنګ یې دلته دعاوې او د قرانکریم ختمونه هم ترسره کړل.
د مسؤلینو په خبره چې یاد زیارت به په ښه ډول جوړوي او ورڅخه به ساتنه کوي.