نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دغه مراسم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په ګډه همکاري د همدې ریاست د غونډو په تالار کې تر سره شول، چې پر مهال يې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله حماد، د سرحدونو او قبایلو رئیس سحر اخنذاده، د […]
دغه مراسم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په ګډه همکاري د همدې ریاست د غونډو په تالار کې تر سره شول، چې پر مهال يې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله حماد، د سرحدونو او قبایلو رئیس سحر اخنذاده، د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د اقتصاد رئیس مولوي عزت الله، ګڼ شمیر قومي مشرانو، جهادي شخصیتونو او علماء کرامو حضور درلود.
په پیل کې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر وویل روسانو ډیر په برم کې پر افغانستان یرغل وکړ، خو دوئ خبر نه ول چې الله ج افغانانو ته دا عادت ورکړی چې د بل چا غلامي نشي کولاي او نه هم پر خپل هیواد د بل چا یرغل زغملی شي، همدا لامل وو چې له سختې ماتې سره مخ شول، خو باید د سپیڅلي جهاد هدفونه پرځای او خوندي ساتل شوي وای، په خبره يې کومو قومونو چې د پیروزي وروسته د الله ج ثناء نه ده ویلې له هغوئ بیرته د ازادۍ نعمت اخیستل شوی دی.
ښاغلي سلیمان اغا وویل افغانانو تل د خپلې خاورې او خلګو څخه د دفاع په موخه قرباني ورکړې او شاتګ یې نه دی کړی، خو د بې پروایي او پردیو د دسیسو له امله یې ماتې خوړلې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله حماد ټولو مجاهدینو ته د دې ورځې د لمانځلو د مبارکي تر څنګ وویل دا بریا د الله ج په نصرت او د میلیونو افغانانو په قرباني منځته راغلې ده چې باید له امله يې د الله ج حمد او ثناء وویل شي، په خبره يې په نژدې وختونو کې افغانانو انګریزانو، روسانو او امریکایي اشغالګرو دریو لویو امپراطوريو ته شرموونکې ماتې ورکړې چې له امله یې ډیر نور ملتونه هم ازاد شول چې هغه ملتونه زموږ له دغه کارنامو او میړانې څخه سخت اغیزمن دي او هر وخت راڅخه مننه کوي.
د ښاغلي حماد په وینا چې افغانانو هر وخت ډیر په میړانه له اشغالګرو ازادي اخیستې ده، خو ساتلې يې نه ده ځکه چې وروسته په خپل منځ کې بې اتفاقه شي او هر څه ورڅخه ګډوډ شي، نوموړي له لوړو مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې باید د ځوان نسل پر ذهنیت جوړونه کار وشي او هغو ادارو ته زیاته توجو وشي کوم چې دې برخه کې کار کوي ترڅو مو ځوانان بیا څوک زموږ په مقابل کې راپورته نکړي.
د زابل د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت هم ټولو مجاهدینو ته د دې ورځي په ویاړ د مبارکي تر څنګ وویل مجاهدینو د الله ج د دین ساتنه وکړه او د الله ج دښمن يې مات کړ چې دغه وجه ده چې نن یې موږ د بریا ورځ لمانځو، په خبره يې جهاد پر ځمکه د فساد د له منځه وړلو په موخه کیږي چې پر دې اساس زیاته بهتري لري، کوم کسان چې د الله ج په لاره کې مهاجر کیږي، لوي ثوابونه ورکول کیږي، ځکه دوي د الله ج د دین ساتنه کوي.
د ښاغلي حریت په خبره افغانان ستړي شوي دي څو ځله يې په دا لنډو وختونو کې داسې دښمنان مات کړل چې د نورو به ورته وار خطا وو، خو اوس باید نور په اتحاد شو او باید تعلیم، تربیې او د نوي ټکنالوژي زده کړې ته مخه کړو ترڅو د نورو سره سیال شو.
د زابل د سرحدونو قبایلو چارو رئیس سحر اخنذاده ټولو مجاهدینو ته د دې ورځي د مبارکي تر څنګ وویل چې باید ډیر پام وشي تر څو داسې کړنې له موږ څخه ونشي چې ا.ا.ا دله منځه تلو سبب وګرځي، نوموړي د ځوانانو ذهنیت جوړونه اړینه یاده کړه ولې چې دا ځوانان دي چې د هر انقلاب بنسټ له دوي څخه جوړیږي.
په دغو مراسیمو کې جهادي، قومي مشرانو او علماء هم خبرې وکړې او ویې ویل مجاهدین هغه اتلان دي چې د خپل سر په بدل کې یې د خپلو خلګو او خاوري څخه ساتنه کړې او د ثور په اتمه باید د هغو مجاهدينو ستاينه وشي چې د جهاد پر وخت يې د سپڅلي هدف لپاره خپلو خواږه اندامونه له لاسه ورکړي.
دا په داسي کې ده چې مجاهدینو ۱۴ کاله د کمونستي رژیم پر ضد چې د وخت د شوروي حکومت ملاتړ ورسره وو، جهاد وکړ چې په ترڅ کې يې په میلیونو مجاهدین او عام خلک شهیدان او زیات شمیر بیا معلولین شول.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.