زابل: په شینکي ولسوالي کې دري ورځنی د کتابونو نندارتون پرانیستل شو!

  د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د شینکۍ ولسوالي په عامه کتابتون کې دکتاب لوستنې د دود عامه ولو په موخه درې ورځنی دکتابونو نندارتون جوړ او د کتاب پر ارزښت باندي د یادې ولسوالۍ د ښالم لېسې زده کوونکو او ګډونوالو ته اړین معلومات ورکول شول، په یاد جوړ شوي ننداتون کې […]

 

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د شینکۍ ولسوالي په عامه کتابتون کې دکتاب لوستنې د دود عامه ولو په موخه درې ورځنی دکتابونو نندارتون جوړ او د کتاب پر ارزښت باندي د یادې ولسوالۍ د ښالم لېسې زده کوونکو او ګډونوالو ته اړین معلومات ورکول شول، په یاد جوړ شوي ننداتون کې ګڼ شمیر کتابونه نندارۍ ته اېښودل شوي دي، چې لسګونو زده کوونکو او زیات شمېر د کتاب مینه والو پکښې ګډون وکړ.

د مسؤلینو په خبره دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي،چې د نندارتون په پای ته رسېدلو سره به په نندارتون کې غوره کتاب لوستونکو ته د کتاب لوستلو په برخه کې د دوی د هڅونې په پار په نظر کې نیول شوي ډالۍ هم ورکول شي.