زابل: په شملزو ولسوالۍ کې له ۴۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

  د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې له ۴۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته په داسې حال کې وشوه چې د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار او د شملزو ولسوال ملا رحمت الله حسین هم برخه لرله. یاده مرسته څو ورځې مخکې د زابل ولایت مقام له لوري استول شوې […]

 

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې له ۴۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته په داسې حال کې وشوه چې د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار او د شملزو ولسوال ملا رحمت الله حسین هم برخه لرله.

یاده مرسته څو ورځې مخکې د زابل ولایت مقام له لوري استول شوې وه چې هرې کورنۍ ته غنم غوړي بوره او وریجې ورکول شوې.