زابل نوبهار ولسوالي کې کاریګرو ته د کار په بدل کې غنم ورکول کیږي

د دې ولسوالي مسؤلین وایي چې د مرکز کلات څخه دوئ ته (۱۸) ټنه غنم رسیدلي دي چې په منظم او شفاهي ډول خلګو ته د کار په بدل کې ورکول کیږي. د نوبهار ولسوال مولوي مصلح وایي چې د یادې ولسوالۍ د لوړمرغې، لوړګي سیمو، د ولسوالي له مرکز څخه شهاب الدین او د […]

د دې ولسوالي مسؤلین وایي چې د مرکز کلات څخه دوئ ته (۱۸) ټنه غنم رسیدلي دي چې په منظم او شفاهي ډول خلګو ته د کار په بدل کې ورکول کیږي.

د نوبهار ولسوال مولوي مصلح وایي چې د یادې ولسوالۍ د لوړمرغې، لوړګي سیمو، د ولسوالي له مرکز څخه شهاب الدین او د ولایت مرکز ته پر غزېدلو لویو لارو کار روان دی، چې په بدل کې یې هر کاریګر ته د ورځې (۱۰) کیلو غنم ورکول کیږي.

د سیمې اوسیدوونکي له ا.ا.ا څخه د مننې تر څنګ وایي چې دوئ ته دلته د کار په بدل کې د ورځې غنم ورکول کیږي، دوئ د ا.ا.ا له دې پرېکړې زیات خوښ دي او غوښتنه کوي چې نور هم د خلګو لپاره داسې پلانونه پر کار واچوي.