زابل مرکز کلات کې (۱۵۸) کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه!

  د زابل ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس حکمت الله رهبر وایي چې د دې ولایت مرکز قلات دراز قریه کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په همکاري د څښاک د پاکو اوبو شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې یوه حلقه غټه او ژوره څاه، سولر سیستم، […]

 

د زابل ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس حکمت الله رهبر وایي چې د دې ولایت مرکز قلات دراز قریه کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په همکاري د څښاک د پاکو اوبو شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې یوه حلقه غټه او ژوره څاه، سولر سیستم، د احاطې دیوال او د اوبو ذخیره ورته ترتیب شوي دي.

په خبره يې یاده پروژه د کلیو او پرختیا وزارت په ملاتړ د (۲۰۸۲۱۲۹) افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، له یادې پروژې به (۱۵۸) کورنۍ استفاده وکړي.

په ورته وخت کې د سیمې اوسیدوونکي د پرژوې په تکمیل کیدو خوښ دي او د داسې نورو المنفعه پروژو غوښتنه کوي، د دوئ په خبره د داسې پروژو په تطبیق د دولت او ولس تر منځ شته واټن له منځه ځي.