زابل :مرستیال والي دطبیعي پېښو پر وړاندي دمبارزي له مسؤولینو سره وکتل

د زابل مرستيال والي حاجي عبيد نن د خپل کار په دفتر کي د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې رياست له مسئولینو سره وکتل. نن يکشنبه تر غرمې مخکې د زابل ولايت مقام ته د مرستو د توزيع اړوند د مشورو لپاره د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې رياست مسؤلين رابلل شوي وو‌. […]

د زابل مرستيال والي حاجي عبيد نن د خپل کار په دفتر کي د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې رياست له مسئولینو سره وکتل.

نن يکشنبه تر غرمې مخکې د زابل ولايت مقام ته د مرستو د توزيع اړوند د مشورو لپاره د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې رياست مسؤلين رابلل شوي وو‌.

د يادونې وړ ده چي د تيرې مياشتې په اوږدو کي زرګونه د مرستې درخواستونه او عريضې د ولايت مقام ته رسيدلې وې چي د عريضو بر رسي کونکي محترم مولوي ګل احمد صاحب ددوئ له منځه  ۱۵۰۰هغه کورنۍ چي ډير مستحقين او سخت مجبور وو تائيد او ياد رياست ته ور معرفي کړي وو.

حاجي عبيد صاحب د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست له مسئولینو څخه وغوښتل چي دغه ليست شويو ۱۵۰۰ کورنيو سره دي د عاجلو مرستو لپاره لاس په کار شي او له مرستندويه سازمانونو سره دي په دې اړه ملاقاتونه وکړي تر څو د ژمي تر پيليدو مخکې دي ددې کورنيو لازم لاسنيوی وشي.

۲۰۲۱/۱۰/۱۰