نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دافغانستان داسلامی امارت زعیم عالیقدر امیرالمومنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب – حفظه الله تعالی – د یوه ځانګړي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له ځایي علماء کرامو، مسئولینو او مجاهدینو سره ولیدل. یاده لیدنه په داسې حال کې تر سره شوه چې پر مهال يې د زابل والي ملا بسم […]
دافغانستان داسلامی امارت زعیم عالیقدر امیرالمومنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب – حفظه الله تعالی – د یوه ځانګړي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له ځایي علماء کرامو، مسئولینو او مجاهدینو سره ولیدل.
یاده لیدنه په داسې حال کې تر سره شوه چې پر مهال يې د زابل والي ملا بسم الله عبدالله، د والي مرستیال ملا عبدالخالق عابد، د ټولو ادارو مسئولینو حضور درلود، په لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبری وشوې.
عالیقدر امیر المومنین حفظه الله ټولو مسئولینو ته ارزښتناکې توصیې او سپارښتنې وکړې او مسئولین یې خپلو راتلونکو مسئولیتونو او دندو ته متوجه کړل، هغه وویل تاسو مه مایوسه کېږئ، زه تاسې ته ډاډ در کوم چې اسلامی امارت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی، او له خلګو يې غوښتنه وکړه چې له اسلامی امارت سره اوږه په اوږه ودرېږي.
مسؤلینو ته یې په خطاب کې وویل: چې له ولس سره ښه چلند وکړئ، په ادارو کې له مامورینو سره نېکه رویه وکړئ، د بیت المال پوره خیال وساتئ تکبر او غرور مه کوئ دا د الله ج امتحان دی، کوشش وکړئ چې په ښه ډول پکښې کامیاب شئ.
عالیقدر امیر المومنین حفظه الله مجاهدینو ته د خبرو پر مهال وویل چې د خپلو مشرانو امیرانو اطاعت وکړئ دلته چې څوک ټاکلي شوي دا ما ټاکلي دي، څوک چې د خپل آمیر اطاعت نه کوي، هغه زما اطاعت نه کوي.
د سفر په دوهمه ورځ یې له علماء کرامو او د قضایي ارګانونو له رئيسانو سره لیدنه وکړه، هغوئ ته یې لازمي سپارښتنې وکړې او له هغوئ یې وغوښتل چې خپل مسؤلیت د شریعت او اسلامي احکامو په رڼا کې مخته یوسي، په اخیر کې ټولو علماء له اسلامي امارت تینګ ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې د وس تر بریده به خپل مسؤلیت په ښه ډول سر ته رسوي او د ولس د ستونزو په هوارولو کې به چټکې هلې ځلې کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.