زابل : شینکۍ کې داطلاعاتو اوفرهنګ سرپرست له ښالم خان کلا لیدنه وکړه

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست رئيس او ورسره پلاوي د ښالم خان له کلا څخه لیدنه وکړه سرپرست رئیس ملاحمدالله فطرت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست دځینو امرینو او فرهنګي ملګرو په ملتیا د زابل ولايت په شينکۍ ولسوالي کي د ملي قائد میرویس خان نیکه د پلار ښالم خان دتاریخي کلا د […]

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست رئيس او ورسره پلاوي د ښالم خان له کلا څخه لیدنه وکړه
سرپرست رئیس ملاحمدالله فطرت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست دځینو امرینو او فرهنګي ملګرو په ملتیا د زابل ولايت په شينکۍ ولسوالي کي د ملي قائد میرویس خان نیکه د پلار ښالم خان دتاریخي کلا د بيرته ودانولو د روانو چارو څخه دکارونو دچټکتیا په موخه لیدنه ترسره کړه.
نوموړې د پروژې تطبیقونکو ته دجوړېدونکي تاریخي کلا دکار دچټکتیا تر څنګ پر کیفیت ټینګار وکړی او له دوی څخه وغوښتل چې د کلا چاري د ترسره سوي قرارداد مطابق ترسره کړي.
ددې سفر پر مهال ښاغلي فطرت د یاد کلي د هغو خلکو سره چې ځمکي یې د ښالم خان په کلا کې استملاک سوې دي، دستونزو دهواري او ددوی حقوق ته درسیدو په په موخه ناسته وکړه، دفرهنګ رئیس وعده ورکړه چې دځمکو،کورنو اوباغو داستملاک معلوم مبلغ داجراکولو موضوع به دبیاځلي لپاره وزارت مقام سره شریکه کړي.
دیادوني وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشرتابه به دټولو تاریخي او سیاحتي سیمو څخه دنظارت په موخه لیدني تر سره کړي.
۲۰۲۱/اکتوبر/۵