زابل شینکي ولسوالي کې سلګونه پخواني چاودیدونکي توکي کشف او له منځه یوړل شول

  د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ((هیلو ترست)) مؤسیسې د ((C W D)) ګروپ لخوا د ځمکې پر سر هغه سلګونه پخواني چادېدونکي توکي کشف او له منځه یوړل شول چې د سیمي خلکو ژوند یې ګواښه. یادې سیمې ته ماین پاکۍ ټیمونه په داسي مهال ولېږل شول چي میاشت مخکې یو […]

 

د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ((هیلو ترست)) مؤسیسې د ((C W D)) ګروپ لخوا د ځمکې پر سر هغه سلګونه پخواني چادېدونکي توکي کشف او له منځه یوړل شول چې د سیمي خلکو ژوند یې ګواښه.

یادې سیمې ته ماین پاکۍ ټیمونه په داسي مهال ولېږل شول چي میاشت مخکې یو شپونکی ماشوم د پخواني ځای پر ځای شوی ماین له امله سخت ټپي شو.

د شینکۍ ولسوالي ولسوال مولوي عبدالولي واقد وایي دا سیمه یو وخت د بهرنیانو او افغان حکومت د سپکو او درنو اصلحو د انداخت میدان وو چې په لویه پیمانه چاو دېدونکي توکي په Km ځمکه کې لا هم تر خاورو او بوټو لاندې دي، ښاغلي واقد هیله وکړه چي د ماین پاکۍ نور لوی ټیمونه دې دا سیمه په اساسي ډول له چادېدونکو توکو څخه پاکه کړي تر څو زموږشریف ولس له بېځایه درد او کړاو څخه په امن شي.