زابل شاجوی کې دووې نورې پوستې فتح شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د چینو سیمې د سیدانو او سرې کلا کلیو له پوستو هم نن ماسپښین ګوډاګي عسکر وتښتېدل چې ۲ تنه سره له وسلو مجاهدینو ژوندي ونیول. عسکرو په داسي حال کې د تیښتې  لاره خپله کړه چې تیره شپه د مجاهدینو له خوا د سیابندي پوسته او کمپ […]

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د چینو سیمې د سیدانو او سرې کلا کلیو له پوستو هم نن ماسپښین ګوډاګي عسکر وتښتېدل چې ۲ تنه سره له وسلو مجاهدینو ژوندي ونیول.

عسکرو په داسي حال کې د تیښتې  لاره خپله کړه چې تیره شپه د مجاهدینو له خوا د سیابندي پوسته او کمپ  په نوم مرکز فتح شول، ګڼ عسکر یې ووژل، ۲ یې ژوندي ونیول او تر ۴۰ میله زیاته وسله یې هم ونیوله  شوه

2021/4/15