نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اميرالمؤمنين شيخ هبة الله اخوندزاده صاحب له لوري راغلي لوړ پوړي هيئت د زابل شاجوی ولسوالي له خلکو او مسؤلینو سره وکتل. پرون تر غرمې مخکې د زابل ولایت په شاجوی ولسوالي کي ديوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې د اميرالمؤمنين له طرفه راغلي هيئت اودشيخ صاحب خاص استازي شيخ الحديث مولوي محمداسماعيل فرقاني […]
د اميرالمؤمنين شيخ هبة الله اخوندزاده صاحب له لوري راغلي لوړ پوړي هيئت د زابل شاجوی ولسوالي له خلکو او مسؤلینو سره وکتل.
پرون تر غرمې مخکې د زابل ولایت په شاجوی ولسوالي کي ديوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې د اميرالمؤمنين له طرفه راغلي هيئت اودشيخ صاحب خاص استازي شيخ الحديث مولوي محمداسماعيل فرقاني صاحب دشاجوي ولسوالۍ دټولو ادارو مسؤلينو علماءکراموسپين ږيرو، قومي مشرانو مجاهدينواوعام ولس ته وينا وکړه.
شيخ فرقاني صاحب وويل: د اميرالمؤمنين له توصيو څخه دا دي چي مجاهدين دي خپل صفونه منظم او تصفيه کړي. ځانونه دي پر شريعت برابر کړي، د امراؤ اطاعت او بيت المال ساتنه دې خپل نصب العين وګرځوي.
نوموړي زياته کړه : دتير فاسدنظام هغه کسان چي لاسونه يي دمظلومومسلمانانو په وينو سره وي په هيڅ صورت به د مجاهدينو په دي پاک اوسپيڅلي صف کي ځاي ونه لري که بياهم کوم کس دچاسره وي کورو ته دي يې وليږي که چيرته استخباراتو ته دداسي افرادو د شتون خبر ورسيږي له هغو سره سخت قانوني چلند کيږي او بيا د شکايت حق نلري.
دشاجوی ولسوالي ټولوهغو ادارو کارکونکو او مسؤلينو چي پخوا يي هم مسؤليت درلود اوس يي تر پخوا مسؤليت څو چنده زيات شوی دی بايد ددي بيچاره اولس د ټولو ستونز او مشکلاتو په رفعه کولو کي له هيڅ نوعه همکاري دريغه ونکړي
همدا راز يې علماء کرامو ته په خطاب کې زياته کړه : علماءکرام او استادان بايد ددي مظلوم او بيچاره اولس دبچيانو په سالمه روزنه فکري اوعقيدوي جوړښت کي لاډيره هڅه او کوشش وکړي ترڅو مو ملت په نبوي تګلاره او دصحابه ؤ په اخلاقو برابر شي.
دغونډي په اخير کي ټولو راغلو ګډونوالو د ميلمنو ښه راغلاست ووايه او د اسلامي امارت څخه يې د خپل ملاتړ او همکاري اعلان وکړ.
غونډې ته د ددعوتارشاد کميسيون حلقوي مرستيال مولوي ناصر صاحب او د زابل ولايت دعوت ارشاد کميسيون مسؤل محترم مولوي جاويد صاحب هم ويناوې وکړې.
غونډه ددعائیه کلماتو په ویلو سره پاي ته ورسيده.
۲۰۲۱/۱۰/۷
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.