نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زابل: یاده فراغت غونډه نن په داسې حال کې ترسره شوه چې پر مهال یې د زابل د پوهنې ریس ملا محمد عثمان حریت، د لیسې ښوونکو، علماؤ، قومي مشرانو او د زده کوونکو والدینو هم حضور درلود. په غونډه کې یو تن دیني عالم مولوي محمد امین ټولو ته د مبارکي تر څنګ د […]
زابل:
یاده فراغت غونډه نن په داسې حال کې ترسره شوه چې پر مهال یې د زابل د پوهنې ریس ملا محمد عثمان حریت، د لیسې ښوونکو، علماؤ، قومي مشرانو او د زده کوونکو والدینو هم حضور درلود.
په غونډه کې یو تن دیني عالم مولوي محمد امین ټولو ته د مبارکي تر څنګ د علم په ارزښت خبرې وکړې، ده وويل چې علم لرونکي او بې علمه کسان سره برابر نه دي، علم هغه فريضه ده چې انسان يې په ترلاسه کولو مکلف شوی انسان خپل الله تعالی په علم سره پېژندلی شي.
د زابل د پوهنې ریس ملا محمد عثمان حریت ټولو ته د فراغت مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې باید د مدرسې او مکتب تر منځ واټن ورک شي، ځکه افغانان دواړو ته اشد ضرورت لري، په خبره يې موږ په داسې عصر کې ژوند کوو چې نوره دنیا په نوې ټکنالوژۍ سمبال ده، او موږ د اسلام مبارک دین په دې امر کړي یو چې تاسې د ځان دفاع وکړئ او په وسایلو کې د جهت لوري سره ځان برابر کړئ، نو د دې لپاره ضروري ده چې افغانان دیني او عصري زدکړو ته زیاته پاملرنه وکړي.
ښاغلي حریت زده کوونکو ته په خطاب کې وویل تاسې د هېواد راتلونکی ياست، چې خپل هېواد ته به خدمت کوئ او هيواد به په پښو دروئ او ورپسې یې د ليسې له اداري او ښوونکو څخه مننه وکړه، چې د يادو زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې يې زيار ګاللی دی. ددې لیسې د مسؤلینو په خبره چې سږ کال يی (۶۹) تنه د (۱۲) ټولګیو فارغین ورکړي دي او په پای کې د مسؤلینو له لوري د يادې ليسې زدکوونکو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.