زابل: شاجوي او شهري صفا ولسوالیو کې ۶۰ تنه ماشومان په توره ټوخلې اخته شوي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د زابل د شاجوي ولسوالي د باره خیلو او شهري صفا ولسوالۍ د اسحاقزي مانده په سيمه کې د تورې ټوخلې ناروغې رامنځته ته شوې (۶۰) تنه ماشومان پري اخته شوي، چې پر وخت رسیدګي ورته شوې، او درملنه يې روانه ده. د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي باختر […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د زابل د شاجوي ولسوالي د باره خیلو او شهري صفا ولسوالۍ د اسحاقزي مانده په سيمه کې د تورې ټوخلې ناروغې رامنځته ته شوې (۶۰) تنه ماشومان پري اخته شوي، چې پر وخت رسیدګي ورته شوې، او درملنه يې روانه ده.

د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي باختر اژانس ته وویل تداوې په موخه سمپل ګيري شوې او
همدارنګه دې سېمې ته د sst او ادا مؤسسې د واکسین د تطبیق ټيمونه ولیږل شول، چې ناروغان تداوي شوي دي.

د ښاغلي حکیمي په د دې کسانو له تداوی وروسته په سيمه کې د تورې ټوخلې ناروغي واکسين تطبيق شوی.