نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۹) د زابل ولایتي روغتون کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د پښتورګو درملنې مرکز هیموډیالیز څانګه پرانستل شوه او له دې وروسته به همدلته زابلیان درملنه کړي. دا مرکز به د پښتورګو هغه ناروغانو سره چې پښتورګو يې کار پريښی وي او ياهم ستونزه ولري وينه ورته فليټر کوي، ياهم په […]
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۹) د زابل ولایتي روغتون کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د پښتورګو درملنې مرکز هیموډیالیز څانګه پرانستل شوه او له دې وروسته به همدلته زابلیان درملنه کړي. دا مرکز به د پښتورګو هغه ناروغانو سره چې پښتورګو يې کار پريښی وي او ياهم ستونزه ولري وينه ورته فليټر کوي، ياهم په بله اصطلاح د يوه مصنوعي پښتورګي کار ورڅخه اخيستل کېږي. دې مراسمو کې د زابل عامې روغتیا ریاست سرپرست رييس ډاکټر میرویس افغان د عامې روغتیا وزارت څخه مننه وکړه چې د پښتورګو درملنې مجهز مرکز یې پرانسته، هغه ژمنه وکړه چې د دې مرکز په مټ به د هغه زابلیانو خدمت کوي چې د پښتوګو ناروغي په تکلیف مبتلا وي ده وویل تر دې وړاندې به زابلیان د پښتورګو ناروغي درملنې لپاره نورو ولایتونو او ان بهرنیو هېوادونو ته تلل. د زابل والي د عامې روغتیا له مرستیال څخه غوښتنه وکړه چې د زابل لپاره دي خپله پاملرنه زیاته شي ځکه د روغتیا برخه کې زابلیان زیاته اړتیا لري. هغه وویل دا د ا.ا.ا په مالي لګښت د ۴ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.