زابل : د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د دوهمي پلي خیبرلواء څخه ليدنه وکړه

    نن ورځ د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب “مجاهد” د خپل سفر په ترڅ کې د (٢٠٥) البدر قول اردو اړوند د زابل له دوهمي پلي خیبرلواء څخه ليدنه وکړه. په دې ليدنه کې د ملي دفاع وزیر د دغې لواء د قومندان ملا عبدالجبار (یاسر) او نورو مسؤولینو ولیدل؛ چې […]

 

 

نن ورځ د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب “مجاهد” د خپل سفر په ترڅ کې د (٢٠٥) البدر قول اردو اړوند د زابل له دوهمي پلي خیبرلواء څخه ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د ملي دفاع وزیر د دغې لواء د قومندان ملا عبدالجبار (یاسر) او نورو مسؤولینو ولیدل؛ چې پر مهال يې سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د مسوولينو او منسوبينو د وړانديزونو او ستونزو د اورېدو ترڅنګ دوی ته د خلکو د ښه امنيت د تامين په خاطر لازمې سپارښتنې وکړې.
په ورته وخت کې د زابل د دوهمې پلي خیبر لوا قوماندان ملا عبدالجبار (یاسیر) ډاډ ورکړ چې د راتلوونکي کوچني اختر په مناسبت يي د نورو امنیتي ارګانونو سره په هماهنګي په مرکز او ولسوالیو کې ټینک امنیتي تدابیر نیولي دي او خپلو امنیتي پرسونل ته یې سپارښتنه کړې چې د خلکو سره نیک چلند وکړي.