زابل: د سیلابونو له کبله یو تخریب شوی پل ورغول شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۹) د زابل د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د میزانې ولسوالۍ شیکان سیمه کې د سیلابونو له کبله تخریب سوی پل جوړ او ورغول شو، د زابل د کلیو او پراختیا رئیس مولوي حکمت الله رهبر وایې دا پل یې څه باندي نیم میلون افغانیو په لګښت ورغوی […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۹) د زابل د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د میزانې ولسوالۍ شیکان سیمه کې د سیلابونو له کبله تخریب سوی پل جوړ او ورغول شو، د زابل د کلیو او پراختیا رئیس مولوي حکمت الله رهبر وایې دا پل یې څه باندي نیم میلون افغانیو په لګښت ورغوی چې تیرو سیلابونو ویجاړ کړی و.

د رهبر په خبره یاد پل ته استنادي دیوال هم جوړ شو څو په راتلونکي کې د پله ویجاړه کیدو مخه ونیول شي، بل لورته د سیمي اوسیدونکې وایې وړاندې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وه چې د ولسوالۍ او مرکز سره یې د تګ راتګ مخه نیول شوې وه، د دوی په خبره د پله تر ویجاړ کیدو وروسته یې له څو کیلومترو ها خوا به یې مزل کوو ،چې له جدي ستونزو سره مخ وه.

یاد پل چې ۱۰۰ متره اوږدوالی لري د۴ متره اوږدوالي او ۲۵ متره لوړوالي په اندازه ورته استنادي دیوال هم جوړ شو.