زابل د تخنیکي او مسلکي نیمه زده کړو څخه ۵۰ ځوانان فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د زابل تخینکي او مسلکي زده کړو امریت خبر ورکوي چې ۵۰ کسان يې د دوه کلونو مسلکي زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته وړاندې کړل. د زابل د اداري او حسابدارۍ انستیتوت مشر محمد نبي تسل وویل نن ۵۰ ځوانان چې ۳۰ یې د حسابداري او ادارې برخې او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د زابل تخینکي او مسلکي زده کړو امریت خبر ورکوي چې ۵۰ کسان يې د دوه کلونو مسلکي زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته وړاندې کړل.
د زابل د اداري او حسابدارۍ انستیتوت مشر محمد نبي تسل وویل نن ۵۰ ځوانان چې ۳۰ یې د حسابداري او ادارې برخې او همدارنګه ۲۰ کسان د کرنې په برخه کې فارغ شول.
د ده په وینا ۲۰۰ کسان اوس هم په دواړو مسلکي مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي چې په ښه ډول روزل کیږي .