زابل: د احصایې رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)د زابل د احصایې رياست وايي چې خلکو ته د اسانتيا وو، رامنځ ته کولو لپاره يې يوه درې اطاقه ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارله. د زابل مرستیال والي سليمان اغا بهير په خپلو خبرو کې وويل دا ودانۍ، د پنځه لکه افغانيو په ارزښت د دولت په بودجه جوړه شوې او نن […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)د زابل د احصایې رياست وايي چې خلکو ته د اسانتيا وو، رامنځ ته کولو لپاره يې يوه درې اطاقه ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارله.
د زابل مرستیال والي سليمان اغا بهير په خپلو خبرو کې وويل دا ودانۍ، د پنځه لکه افغانيو په ارزښت د دولت په بودجه جوړه شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې خلک به ورسره زيات هوسا شي.
د ښاغلي سلیمان اغا په وینا تر دې وړاندې د کاغذي تذکيرو ودانۍ کرايي وه، او د احصايې له رياست څخه ليري وه چې خلک هم په زحمت ول ولې اوس به خلک هوسا شي.

د زابل د احصایې رييس مولوي ګل محمد وويل چې د خلکو اسانتیا په خاطر دغه ودانۍ جوړه شوې او په روزمره ډول سره خلک هم کاغذي او هم الکترونيکي تذکرې اخلي.
د ده په وينا د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به خلک هوسا او وکولای شي دننه په یوه دفتر کې خپل کار خلاص کړي.