نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زابل: کلات:د ابن سینا خصوصي اکاډمي د انګلیسي ژبې له زدکړو څخه (۱۰۰) تنه فارغ شول د دې اکاډمي د مسؤلینو په خبره دغو سل تنو زده کوونکو ته يې د دوه کلونو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ورکړل. د ابن سېنا اکاډمي مشر نور الله نوښت په جوړه شوې فراغت غونډه کې ټولو […]
زابل: کلات:د ابن سینا خصوصي اکاډمي د انګلیسي ژبې له زدکړو څخه (۱۰۰) تنه فارغ شول د دې اکاډمي د مسؤلینو په خبره دغو سل تنو زده کوونکو ته يې د دوه کلونو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ورکړل. د ابن سېنا اکاډمي مشر نور الله نوښت په جوړه شوې فراغت غونډه کې ټولو فارغینو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې اوس عصر کې انګلیسي ژبه له ضروره ده، ځکه که غواړو چې نوې ټکنالوژي سره بلدتیا پیدا کړو، مجبور يوو چې انګلیسي ژبه زده کړو.
ښاغلي نوښت پر راغلو خلکو ږغ وکړ چې په دې برخه کې خپل اولادونه وهڅوي ترڅو له سیالانو سره سیال شو.
د غونډې یو ګډونوال ښاغلي روزي محمد زابلي ټولو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې افغانانو ډېرو لویو امپراطوریو ته ماتې ورکړې او هغوی ته يې د خپل سر په کاسه کې اوبه ورکړې دي، خو اوس عصر د ټکنالوژي دی او د دې لپاره اړتیا ده چې بهرنیو ژبو سره بلدتیا پیدا کړو.
د ښاغلي زابلي په خبره افغانان اوس ټینګې مبارزې ته اړتیا لري، چې هغه په خپلو کې له بدبینۍ او جهالت سره مبارزه ده، او پر خلګو یې غږ وکړ چې خارج ته له تللو ډډه وکړي او خپلو خلکو او هیواد ته دې خدمت وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.