زابل خاک افغان کې د هزاره او پښتون قومونو تر مابین د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت د خاک افغان  ولسوالۍ د ځنګلي پر کلي چې څه موده وړاندې د غزني ولایت د سنګ ماشې ولسوالۍ د راش کلي اوسېدونکو هزاره ګانو چاپه وهلې وه، ۱ تن یې شهید کړی او ۳ تنه نور یې له ځانو سره وړي وو پرون ورځ د مقتول ورثه، قومي مشر حاجي ملاخیل […]

د زابل ولایت د خاک افغان  ولسوالۍ د ځنګلي پر کلي چې څه موده وړاندې د غزني ولایت د سنګ ماشې ولسوالۍ د راش کلي اوسېدونکو هزاره ګانو چاپه وهلې وه، ۱ تن یې شهید کړی او ۳ تنه نور یې له ځانو سره وړي وو

پرون ورځ د مقتول ورثه، قومي مشر حاجي ملاخیل ، حاجي ولُو، او حاجي برات خان او ځني نور….. او د قاتلینو په جانب کې شفق او توسولي او ګڼ شمیر نور د هزاره قوم مخور او سپینږیري سیمه ایزو مجاهدینو سره را وغوښتل

او د زابل ، غزني او میدان وردګو د لمړۍ حلقې د مشرانو مجاهدینو په حضور کې چې د سیمې نور علماء کرام او قومي مخور هم په کې حاضر وو د قاتلینو او مقتول د وارثینو تر مابین او د دواړو په خوښه د شریعت مطابق فیصله وشوه ،

هزاره ګانو شرعي دیت ور کړ

پښتنو په دیت کې تخفیف ور سره وکړ او د خپل فرهنګ مطابق خدمت یې هم وکړ چې د هزاره قوم مشران ډیر ځني متاثر او خوښ وو او تر مابین بد یې د تل لپاره ختم شول

2021/4/10