نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند مرکزي دار الحفاظ او دار العلوم شرعیه کې د حافظانو او قاریانو د فراغت په مناسبت پرتمینې غونډې تر سره شوې. په دې غونډو کې ۱۲ تنو ته د فراغت ویاړمنې پګړۍ ور په سر کړل شوې، په فارغو شویو کې ۳ تنه یې حافظان د مرکزي دار […]
د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند مرکزي دار الحفاظ او دار العلوم شرعیه کې د حافظانو او قاریانو د فراغت په مناسبت پرتمینې غونډې تر سره شوې.
په دې غونډو کې ۱۲ تنو ته د فراغت ویاړمنې پګړۍ ور په سر کړل شوې، په فارغو شویو کې ۳ تنه یې حافظان د مرکزي دار الحفاظ د مظهر العلوم مدرسې او ۹ تنه قاریان د مسکۍ د سیمې دار العلوم شرعیه مدرسې څخه وو.
په دې غونډو کې د تعلیم او تربیې د ځایي مسئولینو سربېره، علماء کرامو، مجاهدینو او عامو هیوادوالو ګډون کړی وو، په دې ستره غونډه کې علماء کرامو او تعلیمي مسئولینو دعلم پر فضیلت او اهمیت خورا باارزښته ویناوې وکړې.
یادې غونډې له معمول سره سم د قرآن کرایم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې، په آخر کې د اسلامي نظام د قیام لپاره دعاوې وشوې او غونډې پای ته ورسېدې. ۲۰۲۱/۵/۲۴
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.