زابل: خاک افغان ولسوالي کې (١٢) کیلومتر ویاله د اوبو تیرولو لپاره چمتو شو!

  د زابل ولایت دترنک قلات فرعي سیندیزي حوزي ریاست مسؤلین وایي په دې ولسوالي کې د بزګرانو په غوښتنه(١٢) کیلومتر ویاله د دوي او د سیمي د خلکو په مالي ملاتړ پاک او اوبو تیرولو ته چمتو کړه. ددې ریاست ریس ملا عبدالکریم ذوالفقار وایي دخاک افغان والسوالي د خاکیران د شوارزو ویاله پاکه […]

 

د زابل ولایت دترنک قلات فرعي سیندیزي حوزي ریاست مسؤلین وایي په دې ولسوالي کې د بزګرانو په غوښتنه(١٢) کیلومتر ویاله د دوي او د سیمي د خلکو په مالي ملاتړ پاک او اوبو تیرولو ته چمتو کړه.

ددې ریاست ریس ملا عبدالکریم ذوالفقار وایي دخاک افغان والسوالي د خاکیران د شوارزو ویاله پاکه او د اوبو د تیرولو او د استفادی وړ وګرځیدله یاده ویاله چی تقریبا ۱۲ کیلومیتره اوږدوالي لري او ۱.۸۰میتره عرض لري هرکال ورسره ځایي خلګ د پاکولو او جوړولو په برخه کې د ستونزو سره مخ ول.

د سیمي وسیدونکي قومي مشران د مننې ترڅنګ د ا.ا.ا او داوبو او انرژی وزرات دمقام څخه غوښتنه کوي چی یاده ویاله دي راته په اساسی ډول جوړه شي، ترڅو کافی اندازه اوبه پروخت د دوي تر فصلو پوري ورسیږي اوهمدارنګه وایي چی دا په شل کاله کې لومړی ځل دی چی دامارت لخوا زموږ سره دویالی اونور کارونو په مخته وړلو کې کومک کیږي.