نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د حیدري په نوم يو څلور کلن ماشوم (۷۳) ساعته مخکې د زابل جلدک سیمه شوخک کلي کې برمې ته لویدلی وو چې د ژوغورنې په موخه د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب، انس حقاني، ډاکتر عبدالباري عمر، د وزارت داخله مالي مسؤل حاجي وزیر او قومندان سعد په شمول ګډ ټيم، د […]
د حیدري په نوم يو څلور کلن ماشوم (۷۳) ساعته مخکې د زابل جلدک سیمه شوخک کلي کې برمې ته لویدلی وو چې د ژوغورنې په موخه د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب، انس حقاني، ډاکتر عبدالباري عمر، د وزارت داخله مالي مسؤل حاجي وزیر او قومندان سعد په شمول ګډ ټيم، د زابل والي مولوي بسم الله عبدالله، د ټولو ولایتي ادارو، مسؤلین او عام خلګ د وسایلو او ماشینري سره سیمې ته تللي وو.
د مسولینو په خبره د ډیرو هلو ځلو وروسته هم ماشوم په برمه کې د تنفسي ستونزو له امله شهید شو، په خبره یې چې د کار پر مهال يوه لويه ډبره مخته راغلې وه او ډبرې ډیر کار وغوښتی چې د ډیرو هلو ځلو ورسته یې ماشوم رایستلی؛ خو په برمه کې د ډیر وخت د تیریدو او تنفسي ستونزو له امله مو ونشو کولاي چې وژغورو، دویږئ له خلګو څخه وغوښتل چې د خپلو وهل شوو څاګانو او برمو خولې بندې یا پټې کړي ترڅو اینده کې داسې ستونزو سره مخ نشوو.
د حیدري کورنۍ او د سیمې خلکو د ا.ا.ا له لوړ رتبه پلاوي د زابل له والي، د ادارو له مسؤلینو او عامو خلګو څخه مننه وکړه چې خپل توان يې د حیدري په ژغورنه کې ترسره کړ او له ټولو خلګو څخه يې وغوښتل چې د خپلو وهل شوو څاګانو او برمو خولې بندې کړي ترڅو د نورو داسې ستونزو شاهدان نه و اوسو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.