زابلیان راتلوونکي کوچني اختر ته خوشحال دي او وايي په راتګ يي د دوي کارونه ښه روان دي

  زابلیان راتلوونکي کوچني اختر ته خوشحال دي او وایي چې ا.ا په راتګ سره له ډاډمن امنیت څخه برخمن شوي او خلک د لرو پرتو سیمو څخه په ډاډه زړه ښار ته راځي او د اختر لپاره جامي او نور وسایل اخلي، په خبره يې مخکې امنیت نه وو چې چا نشي کولاي له […]

 

زابلیان راتلوونکي کوچني اختر ته خوشحال دي او وایي چې ا.ا په راتګ سره له ډاډمن امنیت څخه برخمن شوي او خلک د لرو پرتو سیمو څخه په ډاډه زړه ښار ته راځي او د اختر لپاره جامي او نور وسایل اخلي، په خبره يې مخکې امنیت نه وو چې چا نشي کولاي له ولسوالیو څخه ښار ته راشي، خو اوس د الله ج په فضل دغه ستونزه د ا.ا په راتګ سره حل شوې ده چې له امله يې د دوي کاروبار په ښه ډول روان دي.

د دوي په خبره مخکې چا زړه نشوای ښه کولاي چې ښار ته راشي او خریدارۍ وکړي، ځکه چې هیڅ امنیت نه وو هره ورځ به یوې کورني یو څوک له لاس ورکوي چې له امله یې نه څوک اختر ته خوشحال وو او نه داسي خاص چا لمانځي چې ورسره کارونه هم ضعیف وو.

یو تن نوراحمد وایي مخکې یي کارونه ښه وو، خو اوس امنیت راغلی د اختر په موخه په ښار کې ګڼه کوڼه ده چې ورسره د دوي کارونه هم ښه شوي دي.

یو بل تن خیاط قدرت الله وایي ا.ا په راتګ سره امنیت راغلی او دوی ډير خوښ دی ځکه سوله، امن او امنیت دی چې له امله اختر ته خلک خوشحال دی او ورسره د دوي کارونه ښه شوي دي.

په ورته وخت کې امنیتي مسؤلین وايي لا له مخکې يي د ښار په منځ کې د موټرو ګرځیدل بند کړي او په ټولو سیمو کې یي امنیتي تدابیر نیولي دي.

د زابل امنیه قوماندان مولوي محب الله ایوب اخنذاده وايي د ښار او ولسوالیو په ټولو سیمو کې امنیتي تدابیر نیول شوي او ټولو زابلیانو ته ډاډ ورکوي چې د دوي امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي نو پر دې اساس خلک ته اطمینان ورکوي چې راتلوونکي کوچني اختر دې په ډاډه زړه او خوشحالي ولمانځي.

دا په داسي حال کې ده چې ا.ا.ا په راتګ سره په دې ولایت کې د جنایی جرمونو او امنیتي پیښو کچه صفر شوې ده چې له امله يي خلک خوشحال دي او لومړی اختر دی چې خلک یي د امنیت په فضاء کې لمانځي.