نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زابل کې د دې ولايت او کندهار د ورزشکارانو تر منځ جمناستيکي نمايشونو او د ووشو سيالې تر سره شوي يادې سيالې د اسلامي امارت تر چتر لاندې او زابل المپيک آمريت له لوري نن ددې ولايت په بادام ګل ماڼې کې تر سره سوې؛ چې پر مهال يي ګڼ شمير ورزشکارانو او خلکو […]
زابل کې د دې ولايت او کندهار د ورزشکارانو تر منځ جمناستيکي نمايشونو او د ووشو سيالې تر سره شوي
يادې سيالې د اسلامي امارت تر چتر لاندې او زابل المپيک آمريت له لوري نن ددې ولايت په بادام ګل ماڼې کې تر سره سوې؛ چې پر مهال يي ګڼ شمير ورزشکارانو او خلکو حضور درلود.
د زابل د المپيک آمر احمد غلامي استاد وايي زابل ولايت کې دا لومړى ځل دى؛ چې اسلامي امارت تر چتر لاندې داسي سيالې په لاره اچول کيږي، ښاغلي غلامي زياتوي چې دغه سيالې د کندهار او زابل د دوه کلپونو تر منځ تر سره سوې چې لومړى مقام زابل کې طوفان کلپ تر لاسه کړ او کندهار کلپ دوهم مقام تر لاسه کړ.
په خبره يي له دې سياليو څخه يي هدف دا دى ترڅو ورزشکاران، ځوانان او په ټولو کې خلک په دې پوه سي چې د ا.ا.ا د ورزش، سپورټ او تعليم سره هيڅ ستونزه نلري او خپله ورته زمينه برابروي؛ چې دا يي يوه ښه نمونه ده، وايي راتلوونکې جمعه هم دې ته ورته سيالې لري او له هغه وروسته غواړي چې د مسابقاتو په موخه نورو ولايتونو ته هم سفرونه وکړي.
په ورته وخت کې ددې ولايت ورزشکاران خوشحال دي او د اسلامي امارت څخه په مننې وايي ورزش هغه څه دى چې د انسان د صحت تضمين کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.